هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول (۷۴)
تفسیر
هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ د هغوی پيروي کوو.