سوره النمل (مږیان) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۳۹

قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ ۖ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ 39 ٣٩

په پېریانو كې ډېر سخت زورور وویل: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې ته له خپل ځاى نه پاڅېږي، او بېشكه زه په دغه (تخت) باندې خامخا قوي (او) امانتګر یم (۳۹)

تفسیر
له پېريانو مارد نومي پيري په دې ويلو ځواب ورکړ: زه به د هغې تخت درته راوړم مخکې تر دې چې ته له خپل هغه ځايه پورته کېږې چې پکې يې، زه يې پر راوړلو ځواکمن او د هغه څه په اړه امين يم چې پکې دي، هيڅکله به څه ترې کم نه کړم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ