سوره النمل (مږیان) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۴۲

فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَٰكَذَا عَرْشُكِ ۖ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ ۚ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ 42 ٤٢

نو كله چې هغه راغله، (ورته) وویل شول: ایا ستا تخت همداسې دى؟ هغې وویل: ګویا كې دا همغه دى۔ او مونږ ته له دې (معجزې) نه مخكې (د توحید او نبوت) علم راكړى شوى و او مونږ غاړه ايښودونكي (مسلمانان) وو (۴۲)

تفسیر
کله چې د سبا سيمې ملکه، سليمان ته راغله د ازموينې په ډول ورته وويل شول: آيا دغه ستا تخت دی؟ هغې له پوښتنې سره سم ځواب ورکړ: ګواکې همداسې دی، نو سليمان وويل: الله موږ ته له هغې مخکې پوهه راکړې، پر داسې چارو د توان پيداکولو له امله، موږ د الله امر ته غاړه اېښودونکي او هغه لره پيروان يو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ