سوره النمل (مږیان) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۴۳

وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ 43 ٤٣

او دا (د الله له عبادت نه) منع كړې وه هغه څیز چې دې يې له الله نه غیر عبادت كاوه، یقینًا هغه له كافر قوم ځنې وه (۴۳)

تفسیر
د الله له يووالي هغه څه راګرځولې وه چې د خپل قوم په پيروۍ او د هغوی په پل د پل اېښودلو له کبله يې له الله پرته نور شيان لمانځل، بېشکه هغه پر الله د کفرکوونکي قوم څخه وه، چې د هغوی غوندې کافره وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ