سوره النمل (مږیان) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۴۹

قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ 49 ٤٩

هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو (۴۹)

تفسیر
ځينو يې ځينو ته وويل: ستاسو هر يو دې پر الله قسم وکړي، چې هرومرو به يې نن شپه کور ته ورځو، هغه او کورنۍ به يې وژنو، بيا به د وينې ولي (څښتن) ته وايي: موږ د صالح او د هغه د کورنۍ په وژلو کې حاضر نه وو او موږ چې څه وايو په هغو کې رېښتيني يو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ