سوره النمل (مږیان) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۴

إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ 4 ٤

بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي، دوى ته مونږ د دوى عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى سرګردانه دي (۴)

تفسیر
بېشکه هغه کافران چې پر آخرت او په هغو کې د ثواب او عذاب پر شتون باور نه لري، هغوی ته مو يې بد اعمال ښايسته کړي؛ نو د هغو پر ترسره کولو يې دوام کړی؛ او هغوی لالهانده دي حق او سم کار ته لار نشي موندلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ