ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي (۵۹)
تفسیر
ای رسوله! ووايه: الله لره د هغه پر نعمتونو او د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو لپاره د هغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې د لوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه د عبادت وړ دی د هر څه واک يې په لاس کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه د ګټې واک لري او نه د زيان؟!