او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي (۷۳)
تفسیر
او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! پر خلکو د لورېينې څښتن دی، چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، سره له دې چې هغوی په کفر او ګناهونو کې اخته وي، خو ډېری له خلکو د الله پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پرې کړي دي.