بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې په خپل انصاف سره فیصله كوي، او همغه ډېر غالب، ښه علم والا دى (۷۸)
تفسیر
بېشکه پالونکی دې ای رسوله! د خلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - د قيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي.