سوره النمل (مږیان) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۸۰

إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ 80 ٨٠

بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او ته كڼو ته (هم) اواز نشې رسولى، كله چې دوى مخ واړوي، په دې حال كې چې شا كوونكي وي (۸۰)

تفسیر
پرته له شکه اې رسوله! ته هغه مړي نشې اورولای چې پر الله د کفر له امله يې زړونه مړه شوي اونه هغه څوک اورولای شې چې الله يې د حق له اورولو غوږونه کاڼه کړي دي، هغه څه ته يې چې رابولې، کله چې ګرځي، له تا څخه مخ اړوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ