تر دې چې كله دوى (محشر ته) راشي، وبه وايي (الله): ایا تاسو زما د ایتونو تكذیب كړى و، حال دا چې د علم په لحاظ سره تاسو د هغو احاطه نه وه كړې، ایا څه دي هغه چې تاسو عمل كاوه؟ (۸۴)
تفسیر
د هغوی بوول به همداسې دوام وکړي، تردې چې هغوی به د حساب ميدان ته راشي، الله به د رټنې په توګه ورته ووايي: آيا زما هغه آيتونه مو درواغ ګڼل چې زما پر يووالي يې دلالت کولو او زما پر شريعت مشتمل وو، او تاسو ته در معلوم هم نه وو چې هغه باطل دي؛ نو بيا څنګه درته روا وه چې هغه مو درواغ ګڼل، ( یعنې لومړی به مو ځان پوه کړی و، بیا به مو د حق او یا باطل په اړه پریکړه کوله).