سوره القصص (کیسې) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۲۹

فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى الْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ 29 ٢٩

نو كله چې موسٰى نېټه پوره كړه او له خپل اهل سره روان شو (، نو) د طور له جانبه يې اور ولیده، خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شي، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه تاسو ته له هغه نه څه خبر، یا د اور سكروټه (شغله) راوړم، د دې لپاره چې تاسو (پرې) تاوده شئ (۲۹)

تفسیر
کله چې موسی د لسو کلونو موده پوره کړه، له خپلې کورنۍ سره له مدينه د مصر په لور روان شو، د طور غره له لوري يې يو اور وليدی، خپلې کورنۍ ته يي وويل: همدلته اوسئ، ما يو اور وليدی، کېدای شي کوم خبر درته ترې راوړم يا د اور کومه سکروټه چې اور پرې بل کړئ، او له يخه پرې ځانونه تاوده کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ