سوره القصص (کیسې) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۳۴

وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي ۖ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ 34 ٣٤

او زما ورور هارون چې دى، هغه له ما نه په ژبه كې ډېر فصیح دى، نو ته هغه زما سره مددګار ولېږه چې زما تصدیق كوي، بېشكه زه وېرېږم له دې نه چې دوى به زما تكذیب وكړي (۳۴)

تفسیر
او زما ورور هارون له ما څخه ډېر څرګند بيان کوونکی دی هغه له ما سره د مرستيال په توګه ولېږه چې زما د خبرې تصديق کوي، که چېرې فرعون او د هغه قوم درواغجن وګڼلم، بېشکه زه وېرېږم چې هغوی به مې درواغجن وګڼي لکه څنګه چې د هغو امتونو همدا عادت و چې له ما مخکې رسولان ورلېږل شوي؛ نو درواغجن يې ګڼلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ