سوره القصص (کیسې) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۴۸

فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَىٰ ۚ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ مِنْ قَبْلُ ۖ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ 48 ٤٨

نو كله چې دوى ته زمونږ له جانبه حق راغى، ويې ويل: ده ته په مثل د هغو (معجزو) ولې نه دي وركړى شوي چې موسٰى ته وركړى شوې دي؟ ایا دوى كافران شوي نه وو په هغو (معجزو) چې له دې نه مخكې موسٰى ته وركړى شوې وې؟ دوى وویل: دوه سحره دي، چې د یو بل مدد كوي، او دوى وویل: مونږ په هر یو سره كفر كوونكي یو (۴۸)

تفسیر
کله چې محمد قريشو ته د خپل پالونکي لخوا له رسالت سره راغی، قريشو، يهود د هغه په اړه وپوښتل؛ نو يهودو قريشو ته دغه دليل وروښود چې ويې ويل: ولې محمد ته هغه څه نه دي ورکړل شوي لکه موسی ته چې څرګندې نښانې ورکړل شوې وې چې په دې خبره يې دلالت کولو چې هغه د خپل پالونکي له لوري رسول دی، لکه لاس او امسا، ای رسوله! پر هغوی د رد په توګه ووايه آيا له دې مخکې يهودانو پر هغه څه کفر ونه کړ چې موسی ته ورکړل شوي و، اومشرکینو د تورات او قرآن باره کې وويل:چې دا دواړه کوډې دي د يوبل ملاتړ کوي او ويې ويل: موږ پر هر يو له قرآن او تورات کافران يو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ