نو په دغې ورځ به په دوى باندې خبرونه پټ شي، نو دوى به یو تربله پوښتنه نه كوي (۶۶)
تفسیر
هغه څه به ترې پټ شي چې استدلال يې پرې کولو؛ نو هيڅ به يې هم په ياد نه راځي او نه به ځينې له ځينو پوښتنه کولای شي ځکه په هغه ورځ به مصيبت ډېر سخت وي له دې امله چې هغوی به باور وکړي چې عذاب ته ورګرځېدونکي دي.