سوره القصص (کیسې) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۰

وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَىٰ وَالْآخِرَةِ ۖ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 70 ٧٠

او همدغه الله دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص هم ده لره ثنا ده په دنیا او اخرت كې، او خاص هم ده لره حكم دى، او خاص ده ته به تاسو بېرته بیولى شئ (۷۰)

تفسیر
همغه الله پاک دی چې له هغه پرته بل مستحق دعبادت نشته، يوازې هغه لره په دنيا کې ستاينه ده او يوازې هغه لره په آخرت کې ستاينه ده او د هغه پرېکړه پلې کېدونکې ده چې هيڅ ردوونکی نه لري او يوازې هغه ته به د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره ورګرځئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ