سوره القصص (کیسې) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۱

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِضِيَاءٍ ۖ أَفَلَا تَسْمَعُونَ 71 ٧١

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه شپه كړي (نو) له الله نه غیر بل څوك الٰه (معبود) دى چې تاسو ته رڼا راوړي؟ ایا نو تاسو نه اورئ؟ (۷۱)

تفسیر
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله پر تاسو شپه د تل لپاره همداسې اوږده کړي، چې د قيامت تر ورځې نه ختميږي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود شته چې تاسو ته د ورځې غوندې رڼا راولي؟! نو آيا دغه دليلونه نه اورئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې تاسو ته دغه راولي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ