سوره القصص (کیسې) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۵

وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ 75 ٧٥

او مونږ به له هر امت نه یو ګواه راوباسو، نو مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو خپل دلیل راوړئ، نو دوى به پوه شي چې بېشكه حق خاص د الله لپاره دى، او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل (۷۵)

تفسیر
او له هر امته به يې نبي حاضر کړو چې د هغوی پر کفر او درواغ ګڼلو به شاهدي ورکړي؛ نو له دغو امتونو څخه به درواغ ګڼونکو ته ووايو: راوړئ حجتونه او دلیلونه مو پر کفر او درواغ ګڼلو مو؛ نو د هغوی حجتونه به پرې شي[بې فائدې] او باور به وکړي چې هغه حق چې شک پکې نشته الله لره دی، او ترې پټ به شي هغه چې دوی جوړکړي وودالله سره کوم شريکان.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ