او ته په هغه (مال) كې چې تا ته الله دركړى دى؛ د اخرت كور (جنت) لټوه، او له دنیا نه خپله برخه مه هېروه، او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى، او په ځمكه كې فساد مه غواړه، بېشكه الله فساد كوونكي نه خوښوي (۷۷)
تفسیر
او کوم مالونه چې الله درکړي د هغو په بدل کې په آخرت کې څه ثواب ولټوه، داسې چې د خير په لارو کې يې ولګوه او همدارنګه له خوراک، څښاک، جامو او نورو نعمتونو څخه دې خپله برخه هم مه هېروه، خو چې د زيات لګښت بريد او لويۍ بريد ته نه وي رسېدلې، او له خپل پالونکي او د هغه له بندګانو سره ښه معامله کوه لکه څنګه چې الله پاک ستاسره ښه کړي دي او په ځمکه کې د ګناهونو په ترسره کولو او پيرويو په پرېښودلو ورانکاری مه کوه، بېشکه الله پر دغه څه په ځمکه کې ورانکاري نه خوښوي بلکې بد يې ګڼي.