سوره القصص (کیسې) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۹

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ ۖ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ 79 ٧٩

نو دى په خپل قوم باندې په زینت كې راووت، (نو) هغو كسانو وویل چې دنيايي ژوند يې غوښته: اى كاشكې چې مونږ له هم وى په شان د هغو (مالونو) چې قارون ته وركړى شوي دي، بېشكه دا خامخا د ډېرې لويې برخې خاوند دى (۷۹)

تفسیر
نو قارون د سينګار په حالت کې راووت د خپلې لويي ښکاره کوونکی و، د قارون ځينو هغو ملګرو چې د دنيا د ښکلا هيله يې لرله وويل: کاشکي موږ ته هم د دنيا داسې ښکلا راکړل شوې وای لکه قارون ته چې ورکړل شوې ده، بېشکه قارون د بشپړې لويې برخې څښتن دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ