سوره القصص (کیسې) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۸۲

وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَا أَنْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ 82 ٨٢

او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې۔، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي (۸۲)

تفسیر
اوهغه کسان چې په ځمکه کې د هغه له ننه اېستلو مخکې يې د هغه د مال او ښکلا غوندې هيله کوله د افسوس کوونکو او پند اخېستونکو په توګه ويل: آيا نه پوهېدو چې الله له خپلو بندګانو چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي روزي يې تنګوي؟! که چېرې الله پر موږ احسان نه وای کړی چې پر هغه څه يې موږ ته سزا را نه کړه چې ومو ويل؛ نو موږ به يې هم داسې په ځمکه کې ننه اېستلي وای لکه قارون يې چې ننه اېستی، بېشکه کافران خلک نه بریالي کيږي، نه په دنيا او نه آخرت کې، بلکې د هغوی پایله او د ورګرځېدو حالت په دنيا او آخرت کې تاوان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ