سوره القصص (کیسې) (آیت 85)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۸۵

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 85 ٨٥

بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قرآن فرض (نازل) كړى دى یقینًا هغه تالره د وعدې ځاى ته بېرته بېونكى دى ۔، ته ووایه: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې نېكي يې راوړې ده او په هغه چا چې هغه په ښكاره ګمراهۍ كې دى (۸۵)

تفسیر
بېشکه هغه ذات چې قرآن يې پر تا نازل کړی او د هغه رسونه او په هغه کې چې څه دي پر هغو يې عمل کول درباندې لازم کړي دي تر څو مکې ته د بريا په حال کې راوګرځې، ای رسوله! مشرکانو ته ووايه: زما پالونکی پر هغه چا ښه پوه دی چې له لارښوونې سره راغلی او پر هغه چا هم چې له لارښوونې او حق څخه په څرګنده یې لیارې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ