او دوى (كافران) دې تا د الله له ایتونو نه هیچېرې وانه ړوي، وروسته له دې چې كله تا ته نازل كړى شول، او ته خپل رب طرف ته (خلق) بله، او هیچېرې مه كېږه له مشركانو څخه (۸۷)
تفسیر
او هيڅکله دې دغه مشرکان تا د الله له آيتونو وا نه ړوي وروسته تردې چې پرتا نازل شوي دي، چې ته يې لوستل او رسونه پرېږدې، خلک پر الله ايمان راوړلو، د هغه يووالي او پر شريعت يې عمل کولو ته رابوله، او هيڅکله له هغو مشرکانو مه کېږه چې د الله سره په عبادت کې نور باطل معبودان شریکوي، بلکې له هغو موحدينو شه چې يوازې د الله عبادت کوي.