سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۲۲

وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ ۖ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ 22 ٢٢

او (اى خلقو!) نه یئ تاسو عاجزه كوونكي (د الله) په ځمكه او نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ دوست شته او نه مددګار (۲۲)

تفسیر
او تاسو مو له پالونکي نه شئ پاتې کېدلی او نه يې له سزا څخه په ځمکه او نه هم په آسمان کې تښتېدلای شئ، او له الله پرته نه تاسو لره کوم دوست شته چې چارې مو سمبال کړي، او نه له الله پرته تاسو لره کوم مرستندوی شته چې د هغه سزا درڅخه لېرې کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ