او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو (۳۸)
تفسیر
او موږ همدارنګه عاديان د هود قوم، ثموديان د صالح قوم تباه کړل، او ای د مکې خلکو تاسو ته د هغوی له ځايونو په ونو، ډبرو او هغه څه چې د هغوی تباهۍ ته مو لارښوونه کوي سره په حضرموت (سيمه) کې څرګنده شوه، چې ځايونه يې خالي دي او پر دغه شاهدي ورکوي. او شيطان هغوی لره هغه کفر او نور ګناهونو کول ښايسته کړل؛ نو له نېغې لارې يې وګرځول او هغوی د حق او باطل، لارښوونې او سرکښۍ ليدونکي وو چې رسولانو يې ورښوولي وو، خو د لارښوونې د پيروۍ پر ځای يې د نفسي غوښتنو پيروۍ ته لومړيتوب ورکړ.