سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 39)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
29
العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۳۹
وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مُوسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ
او (مونږ هلاك كړ) قارون او فرعون او هامان او یقینًا یقینًا دوى ته موسٰى ښكاره معجزې راوړې وي، نو دوى په ځمكه كې لويي وكړه او دوى (زمونږ نه) ړومبى كېدونكی نه وو (۳۹)
تفسیر
قارون مو په خپل کور کې يې په ځمکه کې په ډوبولو تباه کړ کله يې چې پر موسی تېری وکړ، او فرعون او د هغه وزير هامان مو په درياب کې په ډوبولو تباه کړل،او بېشکه موسی هغوی ته له داسې څرګندو نښانو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، خو هغوی د مصر په ځمکه کې پر موسی له ايمان راوړلو څخه لويي وکړه؛ نو هغوی زموږ له عذابه خوندي نه شول چې له موږ دې پاتې شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: