سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۴۲

إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 42 ٤٢

بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۴۲)

تفسیر
بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې د حکمت څښتن دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ