ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه۔، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي۔ او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ (۴۵)
تفسیر
ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لارښوونه کوي او د الله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي.