سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۴۶

وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ ۖ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَٰهُنَا وَإِلَٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 46 ٤٦

او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې۔ او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او (په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو (۴۶)

تفسیر
ای مومنانو! تاسو د یهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې د جنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لاس جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ