سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۴۸

وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ 48 ٤٨

او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه (۴۸)

تفسیر
او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لاس څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا د نبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا د پخوانیو کتابونو څخه لیکل کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ