سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۵۱

أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 51 ٥١

ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي (۵۱)

تفسیر
آیا دغو د آیاتونو وړاندېزونکو ته بس نه دي چې مونږ پر تا -ای پېغمبره- قرآن نازل کړی چې پر دوی لوستل کېږي، بېشکه په دغه نازل شوي قرآن کې هغه قوم لپاره رحمت او پند دی چې ایمان راوړي، پس همغوی ترې ګټه پورته کوي، ځکه هغه څه چې پر دوی نازل شوي ډېر ښه دي له هغه چې دوی وړاندیزول په شان د هغه چې پخوا پر پېغمبرانو نازل شوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ