سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۵

مَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 5 ٥

هر څوك چې د الله د ملاقات امېد لري، نو بېشكه د الله (د ملاقات) نېټه خامخا راتلونكې ده او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۵)

تفسیر
څوک چې د قيامت په ورځ له الله سره د مخامخ کېدو هيله لري تر څو ثواب ورکړي؛ نو پوه دې شي هغه نېټه چې الله د دغه لپاره ټاکلې ده ژر راتلونکې ده، او هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پاتې کيږي او ژر به یې پرکړنو سزا ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ