او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى (۶۴)
تفسیر
او نه دی ژوند د دنیا -سره له دومره شهوتونو او خوندونو- مګر ساعت تېري ده د هغې پورې تړل شوو زړونو لپاره او لوبې دي، نه پاتې کېږي دا چې په بیړه ختم شي، او بېشکه د آخرت کور خامخا هماغه د پاتې کېدو ریښتنی ژوند دی، که چېرې پوهېدلای نو هغه څه به یې نه وړاندې کول چې فنا کېږي په هغه څه چې پاتې کېږي.