ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟ (۶۷)
تفسیر
آیا دا د الله له نعمتونو څخه منکر شوي بل نعمت نه ویني چې کله مونږ دوی له ډوبېدو څخه وژغول، هغه دا چې دوی ته مونږ حرم د امن ځای ګرځولی چې د دوی وینې او شتمنۍ پکې خوندي دي، په داسې حال کې چې په نورو باندې حملې کېږي، وژل کېږي، بندیانېږي، میرمنې او بچي یې مینځې او مریان کېږي، او شتمنۍ يې لوټېږي، آیا په باطلو خدایانو باور لري، او د الله نعمت چې پر دوی دی کفر کوي، او د الله شکر پرې نه وباسي؟!.