سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 100)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ 100 ١٠٠

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو په اهلِ كتابو كې د یوې ډلې خبره ومنئ (، نو) هغه به تاسو لره ستاسو له ایمان راوړو نه پس بیا كافران كړي (۱۰۰)

تفسیر
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، که چېرې تاسو د یوې ډلې د اهل کتابو (یهودو او نصارو) تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې دوی یې وايي او تاسو د هغوی رایه چې پرې باور لري، ومنئ؛ تاسې به له ایمان څخه وروسته بېرته کفر ته ستانه کړي، ځکه چې په دوی کې کېنه او ګمراهي ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ