سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 103)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰۳

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ 103 ١٠٣

او تاسو د الله په رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې په غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ (۱۰۳)

تفسیر
او مضبوطې منګولې ولګوئ -اې مومنانو- په قرآن او سنت باندې، او مه کوئ هغه څه چې تاسو په اختلاف کې اچوي، او یاد کړئ نعمت د الله تعالی پر تاسو باندې هر کله چې تاسو دښمنان وئ، له اسلام نه مخکې په وړو وړو خبرو به مو له یو بل سره جګړې کولې، نو د اسلام په وجه الله تعالی ستاسو زړونه سره یوځای کړل، او تاسو د اسلام په وجه یو بل سره وروڼه شوئ، په یو بل باندې مهرباني کوونکې د یو بل خیرخواهان شوئ، او له دې نه مخکې تاسو نږدې وئ چې د کفر په وجه د جهنم اور ته ننوځئ، نو پس الله تعالی تاسو ته د اسلام په وجه د هغه نه نجات درکړ او تاسو ته یې ایمان دروښود، او لکه څنګه چې الله تعالی تاسو ته دا بیان کړل همداسې تاسو ته بیانوي هغه څه چې په هغه سره ستاسو د دنیا او آخرت حالات برابرېږي، ددې لپاره چې تاسو سمې لارې ته برابر شئ، او د استقامت په لاره لاړ شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ