او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي (۱۰۴)
تفسیر
او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او د همدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي.