دا د الله ایتونه دي، چې مونږه يې تا ته په حقه سره لولو او الله په عالَمونو باندې د ظلم كولو اراده نه لري (۱۰۸)
تفسیر
دا آیتونه چې د الله تعالی وعدې او ګواښونه پکې دی مونږ يې په تاباندې لولو -ای پیغمبره- چې ریښتیا دي په خبرونه کې، او انصاف والا دي په حکمونو کې، او نه دی الله تعالی چې وغواړي ظلم هیڅ یو کس لره د مخلوقاتو څخه، بلکه هیچا لره سزا نه ورکوي مګر په هغه څه چې د هغوی لاسونو کړي وي.