او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص د الله په طرف (ټول) كارونه ورګرځولى شي (۱۰۹)
تفسیر
او خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، پيدایش او واک دواړه د الله په اختیار کې دي، او خاص الله تعالی ته ورګرځیدل د ټولو مخلوقاتو دي، نو هر یو ته به د خپل حق په اندازه بدله ورکړي.