سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ 10 ١٠

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي (۱۰)

تفسیر
بیشکه هغه کسان چې په الله او د هغه پر پېغمبرانو یې کفر کړی دی، د دوی مالونه او اولادونه به دوی څخه د الله عذاب بند نه کړای شي، نه په دنیا کې او نه په آخرت کې، او د دې صفاتو لرونکي همدوی خاشاک دي چې د قیامت په ورځ به پرې د دوزخ اور بلېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ