سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۰

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ۚ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ 110 ١١٠

تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي (۱۱۰)

تفسیر
تاسو -ای د محمد صلی الله علیه وسلم امته- په ایمان او عمل کې د ټولو هغو امتونو څخه غوره امت یاست چې الله تعالی د خلکو لپاره راایستلي دي، او د ټولو خلکو نه تاسو خلکو لره ډیره فایده ورکوونکی یاست، تاسو امر کوئ په هغو نیکو چې شرع پرې دلالت کوي او عقل یې ښه ګڼي، او له هغو بدیو څخه خلک منع کوئ چې شرعې ترې نهې کړې ده او عقل يې هم بد ګڼي، او تاسو په الله تعالی باندې کلک ایمان لرئ داسې ایمان چې عمل ورسره هم وي. او که چیرته اهل کتابو (یهودو او نصاراو ) په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې ایمان راوړی وی نو دا به د دوی لپاره په دنیا او آخرت دواړو کې ډيره بهتره وه. د اهل کتابو څخه ډیر لږ خلک د -محمد صلی الله علیه وسلم- په راوړونکي شریعت ایمان راوړي، او ډیری له دوی څخه د الله تعالی له دین څخه وتلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ