سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 114)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۴

يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ 114 ١١٤

په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او په نېكیو كې له یو بل نه تلوار كوي او دغه كسان له صالحانو څخه دي (۱۱۴)

تفسیر
ایمان لري په الله تعالی او په ورځ د اخرت کلک ایمان، او امر کوي په نیکو او د خیر په کارونو، او منع کوي خلک له بدو او د شر له کارونو څخه، او وړاندي والی کوي د خیر کارونو ته، او د نیکیو وختونه غنیمت ګڼي، دغه کسان چې دا صفتونه لري د الله تعالی له بندګانو څخه هغه کسان دي چې نیتونه یې هم برابر دي او عملونه هم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ