سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 116)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۶

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۚ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 116 ١١٦

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي، او دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې همېشه وي (۱۱۶)

تفسیر
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو هیڅ کله به دفع نه کړي د هغوی نه مالونه د هغوی او اولادونه د هغوی د الله تعالی د عذاب نه هیڅ شی، د هغوی نه به عذاب دفع نه کړي، او نه به هغوی ته د الله تعالی رحمت راجلب کړي، بلکه نور به ورله هم عذاب او پښیمانتیا زیاته کړي، او دغه کسان خاص هم دوی د جهنم د اور والا دي چې تل به پکې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ