سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 117)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۷
مَثَلُ مَا يُنْفِقُونَ فِي هَٰذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَٰكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
مثال د هغه شي چې دوى يې په دې دنیايي ژوند كې خرچ كوي د هغه باد په شان دى چې په هغه كې سخته یخني وي، د داسې خلقو فصل ته ورسي چې په خپلو ځانونو يې ظلم كړى وي، نو دا (باد) هغه (فصل) تباه كړي، او الله پر هغوى ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه (۱۱۷)
تفسیر
مثال د هغه څه چې دا کافران یې خرچ کوي د نیکیو په لارو کې، او هغه چې دوی یې د ثواب انتظار کوي؛ د هغه باد په شان دي چې هغه کې سخته یخني وي او د داسي یو قوم فصل او کښت ته ورسیږي چې د ګناهونو او نورو نافرمانیو له امله یې په خپلو ځانونو ظلم کړی وي، نو پس د هغوی فصل تباه شي، او حال دا چې هغوی ترې د ډیر خیر طمع لرله، نو لکه څرنګه چې دې باد دا فصل تباه او هلاک کړ او هیڅ فایده يې ترې وانه خسته، همدا رنګه کفر د دوی د هغو نیکو اعمالو ثواب بربادوي چې دوی یې امید لري، او الله تعالی په دوی ظلم ندی کړی -الله تعالی ډیر لوی دی لدې کار څخه- بلکه دوی په خپلو ځانونو ظلم کړی په سبب د کفر کولو د دوی په الله تعالی باندې او په سبب د تکذیب د دوی د الله تعالی د پیغمبرانو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: