سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 118)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۸
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له خپلو (مسلمانانو) نه غیر (بل څوك) رازدار دوست مه جوړوئ، دوى تاسو ته په نقصان رسولو كې هېڅ كمى نه كوي، دوى هر هغه څه خوښوي چې تاسو په تكلیف كې اچوي، یقینًا د دوى له خولو ځنې (كینه او) بغض ښكاره شوى دى او هغه (بغض) چې د دوى سینې يې پټوي (هغه) ډېر لوى دى، یقینًا مونږه تاسو لپاره ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي، كه چېرې یئ تاسو چې له عقل نه كار اخلئ (۱۱۸)
تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو د حالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري د هغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او د ښمني د هغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: