سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 125)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۲۵

بَلَىٰ ۚ إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ 125 ١٢٥

ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځه زره علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي (۱۲۵)

تفسیر
ولی نه! دا ستاسو لپاره بس کیږی. او ستاسو لپاره د الله تعالی له طرفه د مرستې یو بل زیری دی: که چیرته تاسو په جنګ باندې صبر وکړ او د الله تعالی څخه وویریدئ، او ستاسو دښمنانو ته مرسته راشي په همدغه وخت کې چې ستاسو طرف ته په تلوار سره راروان وي، که چیرته دا کار وشو ستاسو رب به ستاسو مرسته په پنځه زره ملایکو وکړي چې په خپلو ځانونو او آسونو به یې د جنګ ښکاره نښې لګولې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ