او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى (۱۲۶)
تفسیر
او الله تعالی ندی ګرځولی دا کومک او مرسته د ملایکو په واسطه مګر ستاسو لپاره د خوشحالۍ خبر، چې ستاسو زړونه پرې مطمئن شي، او که دا نه وي نو بیشکه حقیقي غلبه یواځې په ظاهري اسبابو سره نه ده، بلکه یقینا حقیقي غلبه د الله تعالی له طرفه ده چې زورور دی هیڅوک پري نه شې غالبه کیدلی، حکمت والا دی په خپل تقدیر او خپل شریعت کې.