سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 128)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۲۸

لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ 128 ١٢٨

تا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي (۱۲۸)

تفسیر
هر کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مشرکانو مشرانو ته د هلاکت دعا وکړه وروسته د هغه حالت نه چې په احد جنګ کې رامنځ ته شو؛ الله رب العزت ورته وویل: تا لره د دوی د اختیار نه هیڅ شی نشته، بلکه ټول اختیار خاص الله تعالی لره دی، نو پس ته صبر وکړه تر دې چې الله تعالی ستاسو تر منځ فیصله وکړي، او یا الله تعالی هغوی ته د توبې توفیق ورکړي نو پس اسلام به قبول کړي، او یا به په خپل کفر باندې همیشوالی وکړي نو الله تعالی به ورته عذاب ورکړي، بیشکه چې دوی په دغه وخت کې ظالمان دي د عذاب مستحق (وړ) دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ