سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 135)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۵

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ 135 ١٣٥

او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا په خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغې اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي (۱۳۵)

تفسیر
او دا متقیان هغه کسان دي چې کله غټه ګناه وکړي، او یا کم کړي خپل ثواب په کولو د وړو ګناهونو، نو الله تعالی یاد کړي، او د الله تعالی وعید (اخطار) نافرمانو خلکو ته راپه یادکړي، او پرهیزګارانو سره د هغه وعدې هم راپه یادې کړي، نو بس غواړي د خپل رب څخه -داسې حال کې چې پښیمانه وي په خپلو ګناهونو- پټول د دوی د ګناهونو او نه رانیول د هغوی په دغو ګناهونو سره؛ ځکه چې ګناهونه نه بخښی مګر یواځې الله تعالی، او په خپلو ګناهونو همیشوالی نه کوي، او پدې هم پوهیږي چې دوی ګناهکار دي، او یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ