نو الله هغوى ته ددنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي (۱۴۸)
تفسیر
نو پس ورکړه الله تعالی دوی ته بدله د دنیا؛ په غلبې او قدرت سره، او وریې کړه دوی ته ښایسته بدله په آخرت کې چې راضي شو له دوي نه او د نعمتونو په جنتونو کې یې نه ختمیدونکي نعمتونه ورکړل، او الله تعالی خاص مینه کوي د هغه چا سره چې په ښایسته طریقې سره خپل عبادتونه او معاملات کوي.